ملاعبدالغنی برادر

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال چین ته تللی

neshananews

28 July 2021

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم وردګ وايي، د دوی د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه نهه کسیز پلاوي په مشرۍ چین ته تللی دی. نعیم وردګ نن چهارشنبه (د زمري شپږمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دا سفر د چین د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه شوی.

وردګ وايي، ملا براد په دې سفر کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې. د هغه په وینا خبرې د پولو پر امنیت او د سولې پر ټينګښت شوې. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې او امنیت د ټينګښت په موخه هند ته تللی او ټاکل شوې ژر کویټ ته لاړ شي.

دا سفرونه په داسې حال کې کېږي، چې تر راتلونکې یوې میاشتې به له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ بشپړه شي.