د طالبانو له خوا د فاریاب ګریزوان ولسوالی ته نومول شوی مرستیال وژل شوی
په فاریاب کې امنیتی چارواکی وایی ، د فاریاب پر قیصار ، گرزیوان و دولت آباد ولسوالۍ د طالبانو بریدونه پر شاخه تمبول شوي او په پايله كي يه د طالبانو له خوا د دوی قومندان ته ټاکل شوی مرستیال هم پکې وژل شوی تو.
د فاریاب د امنیه قومندان ویاند محمدکریم یورش نشانه اخبار اژانس ته ویلی ، چې ارزیوان ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی مرستیال حزب الله او د دوی یو بل نامتو قومندان مولوي متین ، چې په غضنفر مشهور و هم په دو نه تو کېو؟
ښاغلی یورش وایی په نښتو کې پنځه طالبان ټپیان شوي هم دي. د هغه په وینا په دولت اباد کې هم په ځوابی برید کې پنځه طالبان وژل شوی او څلور ټپیان دی. ښاغلی یورش زیاتوی ، د بریدونو پر مهال یو سرتېری هم ټپی شوی دی. د هغه په وینا هوائی ځواکونو په قیصار کې د طالبانو یو پټنځای په نښه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده ، چې په وروستیو کې په فاریاب کې د طالبانو او امنیت ځواکونو نښتې زیاتې شوې دی. په وروستیو کې امنیت ځواکونو د جوزجان – فاریاب پر لویه لاره عملیات هم وکل ؛ خو لا هم امنیتي ګواښونه شته.