طالبان-مسلح-و-آنتن

د غور پر دوو مهمو ولسوالیو د طالبانو بریدونه؛ د سیمې مخابراتي شبکې پرې شوې

neshananews

07 June 2021

 په غور کې سيمه ييزې سرچینې د بد امنيتي وضعيت خبر ورکوي. د یاد ولایت په دولک او تولينه ولسواليو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده او مخابراتي شبکې د طالبانو ګواښونو له امله پرې شوې دي.

په غور کې مدني فعال نثار احمد کوهين نشانه خبرې اژانس ته ويلي، چې مخابراتي شبکې له درې ورځو را په دېخوا د امنيتي ځواکونو او طالبانو په بريدونو کې له کاره لوېدلي دي.

 سيمه ييزې سرچینې په دې هکله څه نه وايي. بل خوا په غور کې د سیمه ییزې سرچینې د شهرک ولسوالې د سقوط کېدو خبر ورکوي خو سيمه ييز مسولين دا خبر ردوي او وايي چې امنيتي ځواکونو له سیمې تکتيکي شاتګ کړی.

 په دې ورستيو کې طالبانو د غور ولايت په تولک ، دولينه او شهرک ولسواليو کې بريدونه زيات کړي دې، د غور والي رسنیز دفتر په يوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې سیمې ته د طالبانو د ځپلو لپاره دولينه او تولک ولسوالیو ته کمانډو سرتېري راغلي.