د فاریاب دولتاباد ولسوالي بېرته امنیتي ځواکونو نیولې
۲۰۹ شاهین قول اردو اعلان کړی، چې د چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې د فاریاب دولتاباد ولسوالي بېرته امنیتي ځواکونو نیولې. یاد قولاردو نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې عملیات تېره شپه پیل شوي وو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې عملیات له کمانډو او هوايي ځواکونو سره په همغږۍ تر سره شوي دي او په پایله کې یې نن سهار یې د یادې ولسوالۍ مرکز له طالبانو نیول شوی. د پوځ چارواکو په دې نښتو کې د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې د فاریاب دولتاباد ولسوالي دوه اوونۍ مخکې طالبانو نیولې وه.