د فاریاب پولیس: د یوه پاکستاني قومندان پر مشرۍ د طالبانو برید پر شا شوی
د فاریاب امنیه قومنداني وایي، طالبانو د یوه پاکستاني متقاعد جنرال شیخ مطیعالله په مشرۍ پر شیرین تګاب ولسوالۍ برید کړی؛ خو پر شا شوی.
د فاریاب امنیه قومندانۍ نن (دوشنبه، د غبرګولي ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې طالبانو نیمه شپه پر یاده ولسوالۍ بریدونه پیل کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، نښتو څو ساعته دوام کړی، چې شاوخوا ۲۵ طالبان پکې وژل شوي.
د فاریاب چارواکي وایی، په بریدونو کې د طالبانو څو مهم غړي ټپیان شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د فاریاب استازو د شیرین تګاب ولسوالۍ د سقوط اندېښنه ښوولې وه.
تېره اوونۍ د فاریاب قیصار او دولتاباد ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته لوېدلې وې؛ خو اوس تازه د فاریاب په ولسوالیو کې عملیات پیل شوي.