ملا-برادر-400x250

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې له طالب پلاوي سره وېډیویي خبرې کړې

neshananews

17 September 2020

 په دوحه کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند نعیم وردګ وایي، چې د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر سیاسي دفتر رییس عبدالغني برادر او ورسره مل پلاوي یې تېره ورځ (چهارشنبه، وږی، ۲۶) د ناروې هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې انې ماري ارکسن سره وېډیویي لیدنه کړې.

د نعیم وردګ په وینا د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې له طالب پلاوي سره په وېډیویي خبرو کې د بین الافغاني خبرو پر اهمیت خبرې کړې.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند وایي، اغلې ارکسن د سولې په پروسه کې ملا برادر ته د ملاتړ ډاډ ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د بین الافغاني خبرو د پیل په ورځ د ناروې او المان هېوادونو ډیپلوماټانو ویلي وو، چې هېوادونه یې د بین الافغاني خبرو د پاتې ناستو کوربه توب ته چمتو دي.