نیروهای-ارتش-1-400x250

د بدخشان پر دوو ولسوالیو د طالبانو بریدونه پر شا شوي

neshananews

31 May 2021

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي، چې د یاد ولایت پر خاش او راغستان ولسوالیو د طالبانو بریدونه پر شا شوي او په پایله کې یې طالبانو ته مرګژوبله اوښتی.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري نن (دوشنبه، د غبرګولي لسمه) ویلي، چې طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر خاش او راغستان بریدونه کړي؛ خو د امنیتي ځواکونو او ولسی پاڅونوالو له خوا پر شا شوي دي.

د نظري په وینا په دې نښتو کې تر ۱۵ زیاتو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې او څو کلي له طالبانو پاک شوي دي.

نظري وایی، په نښتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي، په وروستیو کې په بدخشان کې د طالبانو بریدونه زیات شوي؛ خو د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو له خوا بېرته پر شا شوي.