WhatsApp Image 2021-06-12 at 11.50.38

نجیب بنګي خپله ټپي غېږه سولې ته خلاصه کړې

neshananews

12 June 2021

نجیب بنګي د بدخشان په وردوج ولسوالي کې د اردو د یوه کنډک قومندان دی. وردوج هغه ولسوالي ده، چې په تېرو څو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې وه؛ خو امنیتي ځواکونو دوه کاله مخکې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې یاده ولسوالي د طالبانو له واکه خلاصه کړه. وسلوال طالبان یې لا هم پر ځینو لوړو او غرنیو سیمو واکمن دي، سږ کال او تېر کال یې د امنیتي ځواکونو د پوستو نیولو لپاره پر امنيتي ځواکونو پراخ بریدونه کړي؛ خو د امنيتي ځواکونو په ځوابي بریدونه کې د طالبانو بریدونه پر شا شوي. اوس طالبان نه شي کولای، چې بنګي ولسوالۍ په مرکزي سیمو واکمن شي.

نجیب بنګي په بنګي ولسوالي کې د اردو د ځواکونو قومندان دی، هغه وايي، دا ولسوالي په وروستیو کې په بدخشان کې د داخلي او بهرنیو تروریستانو لوی مرکز و، چې جګړه به یې ترې پر مخ وړه. ښاغلی بنګي وايي د دوی د مقاومت په پایله کې یې اوس دا ولسوالي د طالبانو له ګواښونو خلاصه کړې او طالبان نه شي کولای، چې دا ولسوالي د نورو ولسوالیو د ګواښ لپاره د اړیکو د یوه کانال په توګه وکاروي.

نجیب بنگي د تخار د بنګي ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې له یوې لسیزې راپدېخو د ملي اردو په لیکو کې له طالبانو سره جګړه کوي. هغه چې په کندز، تخار، بغلان او بدخشان کې د طالبانو پر وړاندې جګړې کړې، وايي جګړې ګڼ زخمونه پر میراث ورپرېیښی؛ خو په تر واک لاندې سیمو کې ارامي یې روحیه لا پیاوړې کړې.

ښاغلي بنګي د هېواد د دفاع لپاره یوه سترګه هم له لاسه ورکړې او لا هم په هېواد کې د سولې، ثبات او امنیت راوستو لپاره په بدخشان کې د ملي اردو ځواکونو قومانده پر غاړه لري. هغه وايي، له ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او خپلواکي څخه د دفاع لپاره به په هېواد کې جګړې ته تر هغې دوام ورکړي تر څو، چې په هېواد کې سوله راځي. بنګي د کندز ولایت د بېرته نیولو په عملیاتو کې هم برخه اخیستې او د بدخشان د زېباک ولسوالۍ له سقوط څخه د مخنیوي په لاره کې یې یوه سترګه له لاسه ورکړه.

د بدخشان اوسېدونکي دې قومندان ته د زېباک د سقوط د مخنیوي او د وردوج د یردار سیمې یوې مهمې نظامي اډې نیولو له امله د یوه اتل په سترګه ګوري. د بدخشان اوسېدونکي په دې باور دي، چې د نجیب بنګي سنګرونه ناماتېدونکي دي او هره جګړه، چې نوموړی یې مشر وي بریالۍ وي.

ښاغلی بنګي وايي، چې د خلکو او تر امر لاندې کسانو ملاتړ یې د دې سبب شوی، چې د سترګې او نور بدن ټپونه یې هېر شي او د خلکو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. هغه، چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم پوځي دندې تر سره کړې وايي، چې جګړه په افغانستان کې روان بن‌بست نه شي ماتولای. هغه وايي طالبان باید د خلکو، اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې غږ ته په ځواب کې روانې جګړې ته د پای ټکه کېږدي.

یاد قومندان وايي، د دولت غېږه د ټولو هغو جنګیالیو ته خلاصه ده، چې له جګړې لاس اخلي نوموړی د دې کار بېلګه د سولې خبرو په لړ کې د امنیتي ځواکونو دفاعي حالت یادوي. ښاغلی بنګي وايي، افغانان، نړیواله ټولنه او امنیتي ځواکونه اسلامي امارت نه مني. د هغه په وینا طالبان باید عیني واقعیتونه درک کړي او د سولې خبرو ته په کېناستو له جګړې لاس واخلي تر څو هېواد ثبات او اقتصادي پراختیا ته ورسېږي.

د اردو د دې قومندان په وینا د طالبانو دا فکر، چې زور له لارې به واک ته ورسېږي هغه تېروتنه ده، چې دوی به یې له مخې د سولې منځته راغلی فرصت هم له لاسه ورکړي. هغه وايي، طالبان باید له راغلي فرصت څخه ګټه واخلي او که داسې و نه کړي امنیتي ځواکونه به یې پر وړاندې ودرېږي تر څو په هېواد کې سوله راشي.

ښاغلی بنګي وايي، د ارضي تمامیت، ملي حاکمیت، ازادۍ، ثبات او امینیت لپاره یې وسله اخستې او بې هېڅ وېرې خپله مبارزه کوي. د هغه په وینا که طالبان د خلکو ارامۍ او اسلامي ارزښتونو ته ژمن وي د خلکو په غوښتنه دې له جګړې او ورور وژنې لاس واخلي. هغه همداراز وايي، چې د بهرنیو ځواکونو په وتو سره په هېواد کې د جګړې غځولو هېڅ بهانه نشته او له هېوادوالو سره د طالبانو نښتې به طالبانو د بې‌ساري تاوان سبب شي.