اعتراض در هرات

د هرات په اوبه ولسوالي کې د محاصره سرتېرو خپلوانو د هرات ولایت د مقام دروازه تړلې

neshananews

17 June 2021

د هرات په اوبه ولسوالي کې له پنځو ورځو راپدېخوا امنیتي سرتېري د طالبانو له خوا محاصره دي. بل خوا د دې امنیتي سرتېرو خپلوانو نن د هرات ولایت د مقام دروازه په اعتراضي بڼه تړلې. دوی له دولت څخه غواړي، چې باید محاصره سرتېري له طالبانو ازاد کړي.
لاریونوال وايي حکومت د هرات په اوبه ولسوالي کې د ۵۰ امنيتي سرتېرو د محاصري او ‎ژغورنې په موخه هېڅ ګام نه دی اخیستی. د دوی په وینا له دې سرتېرو څخه یې ډېر د طالبانو له خوا ټپیان شوي او وضعیت یې د اندېښنې وړ دی. لاریونوال وايي، که د دوی غوښتنو ته غوږ و نه نیول شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د ولایت مقام دراوازه به د ډېر وخت لپاره وتړي.
په ورته وخت کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، چې د لاریونوالو له استازو سره تر لیدو وروسته به ټپیانو تر ژر رسېدنه وشي.
دا لاریونونه په داسې حال کې شوي، چې په د هرات په اوبه ولسوالي کې له څو اوونیو راپدېخوا جګړه روانه ده. د راپورنو پر بنسټ ځینې امنيتي پوستې طالبانو محاصره کړې دي.