د هند د ملي امنیت سلاکار: موږ د افغانانو په غوښتنه په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوو
د هند د ملي امنیت سلاکار د ملي روغې جوړې شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې، ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د خلکو په غوښتنه د افغان سولې له روان بهیر څخه ملاتړ کوي.
د ملي روغې جوړې شورا تېر ماښام (چهارشنبه، تله، ۱۶) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښاغلي عبدالله هند ته د سفر پر مهال د یاد هېواد د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوول سره لیدلي. په دې کتنه کې ښاغلي عبدالله په دوحه کې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې د روانو خبرو په هکله خبرې کړې او د سولې په پروسه کې یې د هند د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کړې.
د خبرپاڼې پر بنسټ د هند د ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکړی، چې هند د جګړې د پای ته رسولو لپاره په افغانستان کې د سولې له روان بهیره ملاتړ کوي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د هند د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړی، چې هېواد یې د یو خپلواک، ازاد، ډیموکراټیک او با ثباته افغانستان لپاره ولاړ دی؛ ترڅو په افغانستان په کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت ځای نه وي.
له دې سره سره برېښي، چې هند په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې څخه خوښ نه دی. د قطر د روانو خبرو په پرانیستغونډه کې، د هند د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی و، چې په افغانستان کې راتلونکې سوله باید د هند په زیان نه وي.