خانم کلی

د نړیوال ورزشکار محمدعلي کلي مېرمن کابل ته راغلې

neshananews

12 May 2021

سپېدار ماڼۍ وايي؛ د سوک وهنې د نړیوال اتل محمدعلي کلي مېرمن خلیله کاماچو علي په کابل کې د یوه معیاري لوبغالي د جوړولو په پار کابل ته راغلې. د سپېدار د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلی، چې مېرمن کاماچو علي پرون (سه‌شنبه، د غويي ۲۱مه) مازدیګر د ملي روغې جوړې له مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ مېرمن کاماچو په کابل کې ځوانانو ته د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو په پار راغلې. همداراز خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي عبدالله په لیدنه کې د ورزش په ډګر د نړیوال اتل محمد علي کلي هڅې ستایلې او د لوبغالي د جوړېدو په پار یې له هغې یې مننه کړې.
محمد علي کلي د سوک وهنې نامتو نړیوال اتل و، چې په افغانستان کې هم ډېر مینوال لري.