سفر-عبدالله-1-880x550

عبدالله عبدالله ترکیې ته ځي

neshananews

18 November 2020

ملي روغې جوړې شورا وایي، عبدالله عبدالله د سولې په پار د سیمه ییز ملاتړ  د راجلبولو په موخه ترکیې هېواد ته ځي.

د ملي مصالحې شورا ویاند ویاند فریدون خوځون پر خپله ټوېټرپاڼې لیکلي، چې ښاغلی عبدالله د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي بلنه یاد هېواد ته ځي.

د خوځون په وینا ښاغلی عبدالله به په دې لیدنه کې د ترکیې له ولسمشر، د بهرنیو چارو له وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

د یادونې وړ ده، چې عبدالله تر دې مخکې  پاکستان، هند، ایران او ازبکستان ته هم سفر کړی. ترکیې هېواد اعلان کړی، چې له افغان سولې په هراړخیزه توګه ملاتړ کوي.