IMG_20210614_145803

قاضي امین وقاد ساه ورکړه

neshananews

14 June 2021

د سولې عالي شورا پخواني غړي او جهادي مشر قاضي امین وقاد د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړې.
د ملی روغې جوړې شورا ویاند فریدون خوځون نن (دوشنبه، د غبرګولي ۲۴مه) د ښاغلي وقاد مړینه تایید کړې.
فریدون خوځون لیکلي، چې وقاد د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړې؛ خو نوموړي د وقاد د ناروغۍ ډول نه دی په ډاګه کړی.
د راپورونو پر بنسټ دا جهادي مشر د زړه پر ناروغۍ او ساه بندۍ اخته و. د هغه کورنۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.