خوزون

ملي روغې جوړې شورا: د غني او عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې ځینې برخې نه دي عملي شوې

neshananews

17 May 2021

ملي روغې جوړې شورا د غني او عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې د ځینو برخو پر نه عملي کېدو نیوکه کړې.
د یادې شورا مرستیال ویاند فریدون خوځون نن (دوشنبه، د غویي ۲۷مه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د ولسمشر او ملي روغې جوړې د رییس تر منځ د سیاسي هوکړې ځینې برخې نه دي عملي شوې.
ښاغلي خوځون ویلي د دواړو لوریو تر منځ هوکړه په هېواد کې د کړکېچ د مخنیوي لپاره لاسلیک شوې او د شویو ژمنو عملي کېدل به په فاریاب ولایت کې د وروستیو کړکېچونو مخه ونیسي.
د ملي روغې جوړې شورا مرستیال ویاند له ارګ څخه غوښتي، چې د شوې هوکړې ناعملي شوې برخې عملي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د عبدالله عبدالله د ډلې غړي مارشال عبدالرشید دوستم زرګونو پلویانو د فاریاب د نوي والي محمد داود لغماني له معرفي کېدو سره مخالفت وکړ. د دوی په وینا د فاریاب والي باید د یاد ولایت اوسېدونکی وي.
د راپورونه پر بنسټ لاریونوالو د فاریاب ولایت د مقام ودانۍ دروازه تړلې او ښاغلی لغمانی په میمنه ښار کې د اردو په لومړۍ لوا کې د فاریاب نوی والي معرفي شوی.