محمد داوود لغمانی

سرچینې: داوود لغمانی د غزني والي ټاکل شوی

neshananews

29 May 2021

حکومتي سرچینې منې، چې د فاریاب پخوانی والي محمد داوود لغمانی د غزني والي ټاکل شوی.
یوې حکومتي سرچینې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي نن (شنبه، د غبرګولي اتمه) ویلي، چې ښاغلی لغمانی د غزني والي ټاکل شوی او په نږدې ورځو کې به په رسمي توګه خپله دنده پیل کړي.
لغمانی تر دې مخکې د فاریاب والي وو؛ خو د زرګونو اعتراض کوونکو مخالفت په فاریاب کې کار ته پرې نه ښود. معترضانو د ولایت مقام دروازې وتړلې او د لغماني د معرفي کېدو مخه یې ونیوله.
د اعتراضونو له امله ښاغلی لغمانی له خپلې پخوانۍ دندې لرې او پر ځای یې د فاریاب د پخواني والي مرستیال د فاریاب سرپرست والي شو.
د ملي وحدت د حکومت له پیله تر اوسه دا دویم ځل دی، چې د حکومت ټاکل شوی والي دندې ته نه پرېښودل کېږي.
تر دې مخکې د بلخ لپاره ټاکل شوی والي اینجینر محمد داوود داوود هم د عطا محمد نور د مخالفتونو له امله کار ته نه و پرېښول شوی.