بند آبگردان

د فاریاب په پښتون کوټ کې د اوبو یو بند ګټې اخیستنې ته سپارل شوی

neshananews

29 May 2021

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وایي، د یاد ولایت په پښتون کوټ کې د اوبو یو بند ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.
د دوی په ویناد سررېزې پر نوم دا بند د ۲میلیونه افغانیو په ارزښت د پښتون کوټ ولسوالۍ، بادغیسي سیمې په خواجه موسی کلي کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.
د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې دا بند د ناروې هېواد په مالي مرسته او د اکټېډ موسسې په همکاري جوړ شوی دی. بیدار وایي سررېزه بند د ۶۰۰هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
بیدار زیاتوي، چې دا بند به په پښتون کوټ کې د دوه زره کورنیو د اوبو نشتون ستونزه حل کړي. اکټېډ موسسه په کلیو کې د خلکو د اړتیا پر بنسټ پروژې پلې کوي.
د بیدار په وینا د بند د جوړېدو مشوره په سیمه کې د اوبو د تنظیم کوچنیو ټولنو او د کلیو پراختیا ریاست مسوولینو ورکړې.
اکټېډ موسسه په جوزجان کې د ځوانانو وړتیا لوړونې، روزنې، اوبو د تنظیم او کرنې په برخه کې کار کوي.
روان کال د فاریاب په ولسوالیو کې پنځه بندونه د یادې موسسې به خوا ګټې اخستنې ته سپارل شوي.