2021-06-28 at 11.46.43

د پکتیکا چارواکي: په خوشامند کې ګڼ طالبان وژل شوي؛ طالبان: خوشامند ولسوالي مو نیولې

neshananews

28 June 2021

د پکتیکا ځايي چارواکي وايي، تېره شپه یکشنبه (د چنګاښ شپږمه) د یاد ولایت پر خوشامند ولسوالي طالبانو بریدونه کړي؛ خو په ځوابي بریدونو کې یادې ډلې ته درنه مرګژوبله اوښتې ده. د پکتیکا د والي ویاند غازي دانش وايي، د پکتیکا په خوشامند کې طالب جنګیالیو ته درنه مرګژوبله ورواوښتې. نوموړي د یادې مرګژوبلې کره شمېر نه دی په ډاګه کړی. هغه په دې نښتو کې امنیتي ځواکونو ته د اوښتي زیان په اړه هم څه نه دي ویلي.

بل خوا په پکتیکا کې سرچینو نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې دواړو لوریو ته مرګژوبله اوښتې او د ولسوالۍ ودانۍ هم په دې نښتو کې زیانمنه شوې.

په ورته وخت کې طالب وسلوال وايي، تېره شپه یکشنبه (د چنګاښ شپږمه) یې د خوشامند ولسوالۍ مرکز نیولی. طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي په دې نښتو کې یې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اړولې. نوموړي د خوشامند په جګړه کې د دریو طالبانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.