د پکتیکا چارواکي: پکتیکا ته د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی
د پکتیکا چارواکي وایي، یاد ولایت ته د طالبانو نومول شوی والي محمدعیسی کندهاری د پکتیکا په خوشامند ولسوالي کې وژل شوی.
د پکتیکا چارواکي وایي، محمدعیسی دوه ورځې وړاندې ټپي شوی و او پرون جمعه (د چنګاښ یوولسمه) یې ساه ورکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د پکتیکا پر خوشامند د طالبانو درانه بریدونه شوي وو. د راپورونو پر بنسټ په دې نښتو کې دواړو لوریو ته زیان اوښتی.
په نښتو کې امنیتي چارواکي طالبانو او طالبان امنیتي ځواکونو ته د درنو زیانونو اړولو ادعاوې کوي.