محکمه

د ښارجوړونې وزارت یوه معینه او پنځه نور کارکوونکي د اختلاس په جرم پر بند محکوم شوي

neshananews

30 May 2021

د هېواد لویه څانوالي وایي، د ښارجوړونې وزارت پخوانۍ مالي او اداري معینه خاطره سادات او پنځه نور کارکوونکي د اختلاس او اسنادو د جعل په تور پر بند محکوم شوي.
لویې څارنوالۍ نن (یکشنبه، د غبرګولي نهمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې مېرمن سادات په اسنادو کې د جعل او اختلاس په تور په څلور کاله او اته میاشتې بند محکومه شوې. خبرپاڼې لیکي، چې اغلې سادات ۶میلیونه او ۲۰۰زره افغانۍ نغدي هم جریمه شوې.
لویه څارنوالي لیکي چې د اغلې سادات تر څنګ محمدناصر د مالي او حسابي برخې متخصص، ذبیح‌الله مالي کارمند، فخرالدین د مالي او عادي بودیجې امر، حفیظ الله د کنټرول د مدیریت غړی او د کنټرول عمومي مدیر عظیم‌الدین هم د اختلاس او د اسناد د جعل په جرم له څلور او اته میاشتې نیولې تر یوه کاله پر بند محکوم شوي.
لویه څارنوالي وایي، دې کسانو د اراضي او ښار جوړونې په برخه کې پراخ اختلاس کړی او د حوالو په برخه کې یې جعل کړی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم ګڼ حکومتي چارواکي د فساد په تور نیول شوي وو؛ خو لا هم په دولتي ادارو کې د فساد کچه نه ده راټیټه شوې.