IMG-20210614-WA0003

په غور کې یو قاضي وژل شوی

neshananews

14 June 2021

لویې څارنوالۍ اعلان کړی، چې د گل‌احمد رضایي پر نوم یو تن، چې د لعل و سرجنگل ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې څارنوال و د ناپېژاندو وسلوالو له خوا وژل شوی.
د لویې څارنوالۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا قاضی نن سهار د لعل و سرجنگل ولسوالي په مرکز کې وژل شوی.
یاد بنسټ د وژل شوي قاضي د وژنې څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی؛ خو وایي دا قاضي د دولت د وسلوالو مخالفینو له خوا وژل شوی.
تر اوسه کومې ډلې د پېښې پړه نه ده منلې.
دوه اوونۍ مخکې په کندهار کې هم یو قاضي وژل شوی و. د عدلي او قضایي بنسټونو پر کارکوونکو بریدونه هم د موخنو بریدونو په لړ کې دي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې څوک دا بریدونه کوي؛ خو دولتي بنسټونه دا بریدونه د طالبانو کار ګڼي.