DBJHL8GXoAApRhZ

د کرکې ادبیات او د جګړې قوانین؛ څه شی د اندېښنې وړ دي؟

neshananews

26 June 2021

په جګړه کې یو لړ داسې اصول هم شته، چې ښکېل لوري باید غاړه ورته کېږدي. دا هغه اصول دي، چې په دیني اصولو، الهیاتو او نظامي مقرراتو کې یې پر پالنه ټینګار شوی. جګړه د یوې ټولنیزې پدیدې په توګه هر وخت د بشر په تاریخ کې وه. د بشر په تاریخ کې د جګړې تلپاتی شتون د دې لامل شوی، چې دینونه، امپراتورۍ او دولتونو د جګړې لپاره بېلابېلې ایډیولوژۍ، ادبیات او جګړه‌يز اصول وټاکي، چې د جګړې د قوانینو پر نوم یادېږي.

تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته، چې د میلیونونو انسانانو وینه پکې تویه شوه نړۍ د جګړې لپاره سخت قوانین وټاکل ، چې د ټولو هېوادونو او ملتونو د منلو وړ وو. که څه هم په ډېرو هېوادونو کې له دې قوانینو سرغړونه هم شوې؛ خو هغه څه، چې مهم دي هغه د نړۍ د هېوادونو او پوځیانو له خوا دې قوانینو ته څه نا څه ژمنتیا ده. که څوک دا قوانین تر پښو لاندې کړي د نړیوالو بنسټونو له خوا یې پوښتنه ترې کېږي. په نړۍ کې د خلاف کاریو له امله د سلګونو نظامیانو محاکمې او مجازات هغه هیله ده، چې نظامیان یې له امله په جګړه کې دومره هم نه دي ازاد، چې هر څه پر خپل زړه وکړي.

په افغانستان کې دې قوانینو او ادبیاتو ته لږ پام کېږي؛ په افغانستان کې د طالبانو له خوا، چې د جګړې اصلي اړخ دی جګړه‌يیز قوانین هر وخت تر پښو لاندې کېږي. د دوی تر څنګ د دولتي ځواکونو او زورواکو له خوا هم دا قوانین تر پښو لاندې شوي دي. تر اوسه په ډېره کمه کچه د دولتي ځواکونو له خوا د جګړې قوانین مراعتېږي؛ کوم قوانین، چې باید هر سرتېری او جنګیالی پرې وپوهېږي او هغوی ته غاړه کېږدي.

د طالبانو د بریدونو پر زیاتېدو دوه ورځې مخکې د ملي امنیت یوه لوړپوړي چارواکي امنیتي، دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ته وویل:« هر ځای، چې مو طالبان ولیدل و یې وژنئ! وسله یې ستاسو، ویاړ یې د افغانستان.»  د دې نظامي چارواکي څرګندونو بېلابېل غبرګونونه راوپارول حتا تر دې، چې د ولسمشر فرهنګي مشاور شاه‌حسین مرتضوي هم د هغه خبرې بیا خپرې کړې او پر هغو یې د تایید ټاپه ولګوله. په دې منځ کې ځینو دا خبرې ښکاره د جګړه‌ییزو اصولو خلاف وګڼلې او و یې ویل، چې داسې ادبیات له یوه نظامي او امنیتي چارواکي سره نه ښايي.

د افغانستان د سولې او جګړې د څېړنو رییس تمیم عاصي د دې څرګندونو پر غبرګون ولیکل؛ موږ د کرکې ادبیاتو له کارولو اندېښمن یو. دا ادبیات د تاوتریخوالي لامل کېږي. د هغه په وینا د ورته زښتو ادبیاتو کارونه قومي، مذهبي او نورو ستونزو ته زمینه برابروي. ‎

ښاغلی عاصي وايي، ورته ادبیات، چې د هر دلیل له مخې وي نامشروع، غیرقانوني او د اسلامي اصولو خلاف دي او جګړې ته زمینه برابروي. که څه هم د ټولنیزو رسنیو فعالانو له هغه سره مخالفت ښوولی؛ خو دی یې په ځواب کې وايی، چې طالبان د یوې وژونکې ډلې په توګه هېڅ نظریې ته نه دي ژمن او له امنیتي ځواکونو سره یې توپیر په همدې ځای کې دي.

د هېواد د ملي امنیت پخواني مشاور او د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا هم دې څرګندونو ته په غبرګون ویلي، چې موږ باید په اخلاقي لحاظ ځان له وژونکو او تروریستانو سره برابر نه کړو. د هغه په وینا د بندیانو او ټپیانو د حقونو مراعتول، د ملکي وګړو او چاپېریال خوندیتوب ته پام او تر څنګ یې د سرتېرو غرور د بشردوستانه جګړو قانون، انساني او حقوقي وجیبه ده. د سپنتا په وینا موږ باید د جنګي جنایتکارانو تر کچې ټيټ نه شو.

سره له دې، چې د عاصي او سپنتا خبرې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له غبرګون او غوسې سره مخ شوې؛ خو د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو دا غبرګون هم د کرکې له ادبیاتو سرچینه اخلي. هغه ادبیات، چې له غوسې، د نورو نه منلو او له هغوی څخه د نفرت په موخه د تروریستي ډلو او حتا د منظمو ځواکونو له خوا کارېږي.

اوس وخت باید له یوې خوا روان وضعیت ته پام وشي او له بلې خوا له داسې تګلارې کار واخیستل شي، چې په ټولنه کې د کرکې ادبیات تولید نه شي. د کرکې ادبیات د هېواد له هېڅ نظامي چارواکي سره نه ښايي، ځکه دا ادبیات په ټولنه کې د جګړې لمن پراخوي او قومي، سیمه‌يیز او ګوندي اړخونه لري. تر څنګ یې ورته کړنې افغانستان داسې کرکو، مخالفتونو او جګړو ته بیولای شي، چې بیا به یې کابو کول ټولو اړخونو ته ستونزمن کار وي.