نسل-کشی-هزاره-ها

د هزارګانو وژنې ودروئ؛ هغه ټرېنډ د رسنیو کاروونکو پام یې ځان ته رااړولی

neshananews

05 June 2021

نن په هېواد او له هېواده بهر په ټولنیزو شبکو کې (د هزارګانو وژنې ودروئ) کمپاین روان دی. دا کمپاینران وایي، پر هزارګانو بریدونه د دوی نسل وژنه ده. دوی د ملګرو ملتونو له نړیوال سازمان څخه غواړي، چې دې نسل وژنې ته پام وکړي.

دا ټرېنډ چې له نن سهار څخه پر ټوېټر روان دی تر اوسه په سلګونو زرګونه کسان ورسره مله شوي.

د ټولنیزو رسنیو دې کاروونکو د هزارګانو قومي وژنو، پر ښوونځیو، عامه ځایونو او زېږنتونونو بریدونو ته اشارې کړې.

دوی وایي که څه هم افغان جګړې ټول افغانان په نښه کړي؛ خو هزارګان د موخنو او پیاوړو بریدونو ښکار کېږي.

دوی د کابل د لوېدیځ، پر موعود او کوثر ښوونیزو مرکزونو، د سیدشهدا پر ښوونځي عبادتځایونو او لوبغالې بریدونه د هزارګانو نسل وژنه بللې.

یو شمېر نورو یې په لویو لارو کې د هزارګانو ځورونې ته اشاره کړې دوی وایي، مرکز ته په تللو لویو لارو کې هزارګان برمته یا وژل کېږي.

دا کمپاین کوونکي له دولت او نړیوالې ټولنې د دې بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي او وایي تر هغو چې دا کېدونکې وژنې د هزارګانو د نسل وژنې پر نوم رسمي نه وپېژندل شي مخه یې نه شي نیول کېدای.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان چارواکي وایي، وژونکې ډلې په افغانستان کې قوم او ډله نه پېژني او په دې برخه کې تروریستانو ته استثناء نشته.