په بغلان کې د ماین پاکۍ پر موسسې د برید زیات قربانیان هزارګان دي
د هالوټرسټ موسسې رییس جیمس کاوون وايي، چې د دوی پر موسسه د ناپېژاندو وسلوالو د برید زیات قربانیان هزارګان دي.
ښاغلي کاوون تېره شپه (چهارشنبه، د غبرګولي ۱۹مه) په یوه وېډیويي پیغام کې، چې پر خپله ټوېټرپاڼه یې خپور کړی ویلي، چې نقاب پوښو وسلوالو دوه ورځ مخکې (سهشنبه، د غبرګولي ۱۸مه) په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دوی پر کارکوونکو برید کړی. هغه وايي، چې لس کارکوونکي یې په دې برید کې وژل شوي او شپاړس یې ټپیان شوي.
په ورته وخت کې د پېښې یوه ټپي ویلي، چې بریدګر کارکوونکي پوښتل، چې ستاسو په منځ کې هزاره څوک دی؟ خو کارکوونکو یې پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د بغلان د پولیسو قومنداني دا برید پر طالبانو وراړوي؛ خو طالبان بیا د دې برید پړه نه مني.
ناپېژندو وسلوالو په داسې حال کې د هالوټرسټ موسسې هزاره کارکوونکي وژلي، چې په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې «د هزارګانو نسل وژنه ودروئ) کمپاین شوی. سلګونه زره کسان له دې کمپاین سره مله شوي وو. د دوی په وینا هزارګان په افغانستان کې له نسل وژنې سره مخ دي او باید نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه د هزارګانو د نسل وژنې مخه ونیسي.
دا کمپاین وروسته تر هغې وشو، چې د کابل په لوېدیځ کې د نجونو پر یوه ښوونځي په چادونو کې سلګونه زدهکوونکې ووژل شوې. د دې ښوونځي زیاتره نجونې هزارګانې وې او چاودنې هم د کابل په هزارهمېشته سیمه (دشتبرچي) کې وشوې.