2138204

کریم خلیلي: د هزارګانو نسل وژنه ګواښوونکې روانه ده

neshananews

13 June 2021

د سولې شورا پخوانی رییس کریم خلیلي وایي، د جنایتکارانو له خوا د هزارګانو ګواښوونکې نسل وژنه روانه ده.

ښاغلي خلیلي نن (یکشنبه، د غبرګولي ۲۳مه) په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په هېواد کې روانه جګړه له ټولو قومونو قرباني اخلي؛ خو هزارګان د خپل هویت له امله تر نسل وژنې لاندې دي.

د سولې شورا پخواني رییس زیاته کړې، هغه پېښې چې د هزارګانو د ښکاره نسل وژنې ښکارندویي کوي په تېرو ۲۰کلونو کې وار په وار تکرارېږي. ښاغلی خلیلی وایي، د هزارګانو وژنه د یوه قوم پر غاړه هم نه ده او تر شا یې د جنایتکارو بانډونو لاس دی.

محمد کریم خلیلي له حکومت په ځانګړې توګه له ولسمشر څخه غوښتي، چې د هزارګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني او د دوی په هغه کمپاین کې برخه واخلي، چې د هزارګانو د نسل وژنې د درولو په پار یې پیل کړی.

د خلیلی په وینا د هېوادوالو ساتنه د دولت دنده ده او باید په ډاګه کړي، چې څوک دا بریدونه کوي.

خلیلي وایی، که حکومت د هزارګانو امنیت تامین نه کړي دوی به له خپل مشروع حق څخه دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې پر هزارګانو بریدونه زیات شوي. له دې بریدونو سره په ټولنیزو رسنیو کې « د هزارګانو نسل وژنه ودروئ» پر عنوان کمپاین پیل شوی و، چې په پایله کې یې اروپایی ټولنې او المان په افغانستان کې د هزارګانو د وژنو د درېدو غوښتنه کړې وه.