923295_580

اروپایي ټولنه: په افغانستان کې باید د هزارګانو وژنې ودرول شي

neshananews

03 June 2021

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې څانګه وایي، په افغانستان کې باید د هزارګانو وژنې او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي ودرول شي.
اروپایي ټولنې نن (پنجشنبه، د غبرګولي ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې د هزارګانو پر وړاندې بریدونه د اندېښنې وړ ګڼلي.
یاده ټولنه وایي، په وروستیو کې د دې قومي ډلې پر وړاندې بریدونه زیات شوي، چې لاملین یې باید وپېژندل او محکمه شي.
په وروستي ځل پر دې د کابل په لوېدیځ کې پر هغه ښوونځي برید وشو، چې زیاتره زده کوونکې یې هزاره وې. په دې برید کې ۸۵ زده کوونکې ووژل شوې او ۱۵۰ ټپیاتې شوې.
په وروستیو کې پر هزاره ګانو بریدونو ته په غبرګون د افغانستان د بشري حقونو په ګډون ګڼو بنسټونو غبرګون ښوولی او دا بریدونه یې د هزاره ګانو نسل وژنه بللې.