WhatsApp Image 2021-06-13 at 09.49.12

په پروان کې د هدفي وژنو درې کسیزه ډله نیول شوې

neshananews

13 June 2021

کورنیو چارو وزارت وایي، په پروان کې یې د هدفي وژنو په تور یوه درې کسیزه ډله نیولې. یاد وزارت وایي، دا کسان د دولتي کارکوونکو او مدني فعالانو پر وژنو تورن دي.

کورنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، د غبرګولي ۲۳) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا کسان پرون د پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې د پروان د سیدخېل ولسوالي اړوند نیول شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوي کسان د طالبانو د ډلې غړیتوب لري او په هېواد کې یې په هدفي وژنو کې فعال رول درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په پروان کې څو دیني عالمان، دولتي کارمندان او نظاميان د موخنو وژنو ښکار شوي.