بازداشت-طالبان-880x514

د کندز پولیسو څلور تنه د استخباراتي فعالیتونو په تور نیولي

neshananews

18 May 2021

د کندز امنیتي چارواکي وايي، په یاد ولایت کې یې د استخباراتي فعالیتونو په تور څلور تنه نیولي دي.
د کندز امنیه قومندانۍ د رسنیو مسوول انعام الدین رحماني نن (سه‌شنبه، د غويي ۲۸مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې دا کسان له تروریزم سره د مبارزې منسوبینو نیولي دي. ښاغلی رحماني وايي، چې دا کسان له ډېره وخته راپدېخوا تر څارنې لاندې وو. د هغه په وینا دا کسان په شایعې خپرونې او استخباراتي او وژونکو فعالیتونو تورن دي.
رحماني تر اوسه دا نه دي ویلي، چې دا کسان د کومې ډلې اړوند دي؛ خو وايي د دوی دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د داعش، طالبانو او القاعده شبک استخباراتي فعالیتونه زیات شوي، چې دولت یې ډېر وخت په افشاء کولو کې پاتې وي.