z_spo800_0

د یوه دښمن پر وړاندې ملي پاڅون ته اړتیا

neshananews

15 June 2021

که څه هم جګړې د ټولنیز ژوند زیاتې پایې سستې کړې او د هرې ورځې په تېرېدو د عادي ژوند دوام سختېږي؛ خو په تاریخ کې دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان تر داسې لویې او ژونکې ازموینې تېرېږي. دا ځمکه له کلونو راپدېخوا له لویو دېوانو سره لاس او ګرېوان وه، چې ډېر ځله یې د دې دېوانو خولې پر ځمکه موښلې. له دې څخه زیاته وېره نه ده په کار، چې زموږ خاوره تر سختو حالاتو تېرېږي.

د افغانستان د تاریخ هره پاڼه د سختو ورځو پر حالاتو ډکه ده. د دې هېواد د تاریخ هره پاڼه، چې رااړوې له بهرنیو او داخلي دښمنانو سره د جګړې ښکارندويي کوي. ډېر ځلې ورځې ستړې شوې، پر شاتګ یې کړی د ټپونو نښې یې پر تن وړې؛ خو دا ځمکه هېڅ وخت بهرنیو او داخلي دښمنانو ته نه ده په ګونډو شوې. د دې ځمکې مېړانه تل لکه د هندوکش د غره هسکه له زړورتیا او ایمان سره مله او د وطن د بریا لپاره ځلانده ده. دې خاورې تل خپلو دښمنانو ته لوی درس ورکړی او خپله بریا یې د هندوکش پر څوکو ځلولې.

پر دې ځمکه د دښمنانو پر وړاندې د ډېرو د اتلولۍ داستانونه شته، هغه داستانونو چې بنسټ یې پر یوه چیغه ولاړ دی، چې هغه چیغه ملي پاڅون دی. د افغانستان دښمن تل هڅه کوي د افغانانو د ملي پاڅون خنډ شي. دا هڅه دښمن د هغه ډار له امله کوي، چې له ملي پاڅون څخه یې په زړه کې ده.

د افغانستان ټول دښمنان د دې هېواد تاریخ ته په کتو پوهېږي، چې که دلته خلک په رښتیني ملي پاڅون لاس پورې کړي پر هرې وژونکې او وسلوالې ډلې بریالي دي او د دې ډلو کار تمام دی.

د هېواد په تاریخ کې ډېر ځله د دښمنانو پر وړاندې ملي پاڅونونه شوي. هر وخت، چې افغانانو ځان د دښمنانو پر وړاندې یو لیدلی ټول پاڅونونه یې بریالي شوي. اوس هم لا په هېواد کې د شوروي پر وړاندې د پاڅون نښې ښکاري؛ هغه پاڅون چې له قوم، مذهب او سمت څخه بهر و ټولو پکې د یوې ځانګړې موخې لپاره ګډون وکړ او هغه موخه دښمن ته ماته وه.

اوس افغانستان تر سختو شرایطو تېرېږي، هره ورځ د هېواد پر زیاتو ولسوالیو د طالبانو او نورو وژونکو ډلو بریدونه کېږي. طالبان هره ورځ خپله پروژه‌يي جګړه تازه کوي او بې له دې، چې هېڅ انساني او حقوقي ارزښت په پام کې ونیسي خاص او عاموژنه کوي. د هېواد سرتېري د دې وژونکو داخلي او بهرنیو جنګیالیو پر وړاندې جګړه کوي؛ خو بیا هم د یوه ملي پاڅون کمی احساسېږي.

هره ورځ د قومي او ملي پاڅونوالو ډلې له امنیتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي، چې دا د دښمن پر وړاندې د ملي پاڅون لومړۍ نښې دي. هغه څه، چې اوس مهم او حیاتي دي د دې ډلو تر منځ پیاوړې اړیکې، یو موټی کېدل او یو روایت دی. اوسمهال تر بل هر وخت سیمه‌ییزو او ولسي پاڅونوالو او د ولسي وسلوالو ډلو جوړولو ته اړتیا ده. اوس که څه هم ورته ډلې شته؛ خو ستونزه دا ده، چې دا ولسي خلک وېشلي دي او دا وېش د یوه سالم او پراخ مدیریت د نشتون نښې دي.

اړینه ده، چې دولت ژر تر ژره په سیمو کې د ولسي پاڅونوالو مشران او ډلې پیاوړي کړي او د دوی تر منځ قوي اړیکې جوړې کړي، دوی ته لویه قومنداني جوړه کړي تر څنګ یې د دوی ګډ نیت او یو روایت په ډاګه کړي؛ تر څو د دښمن پر وړاندې پر یوه منظم مدیریت مخې ته لاړ شو.

دا کار باید له نظامي او اخلاقي اصولو سره سم د حکومت نظامي او تجربه کارو قومندانانو ته وسپارل شي تر څو پر مخ یې یوسي. د هغو بومیانو روایتونه باید ټول افغانستان ته ورسول شي، چې د دښمن پر وړاندې یې اتلولۍ خپلې کړې. د ملي پاڅون غږ باید د حکومت او ولسي پاڅونوالو له خوا د طالبانو پر وړاندې اوچت شي. له دې سره به له یوې خوا د هېواد امنیتي ځواکونو ته روحیه ورکړل شي او د دښمن په زړه به وېره ننوځي؛ له بلې خوا به له نظامي اړخه د دښمنانو او هغو ډلو، چې د خلکو پر زړه کې وېره خپروي د پرمختګ مخه ونیوله شي، تر څو په کلیو کې د امنیتي ځواکونو له نشتون څخه ناوړه ګټه وا نه خیستله شي.