solidarity-hands-2-880x550

ځوانان، ژمن نسل او بدلون

neshananews

01 April 2020

د تاریخ په اوږدو کې ځوانانو په ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي نوښتونو او بدلونونو کې د پام وړ ونډه اخیستې ده؛ خو تاریخ تل د لوړ عمرو کیسې کوي، چې دې کار د ځوان نسل ونډه بې رحمانه ځپلې ده. په غیرډيموکراټيکو ټولنو کې د ځوانانو دې ونډو او هلو ځلو ته په نه سترګه کتل د دې سبب شوی، چې په سیاسي، ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي برخو کې نسلونه په لومړۍ او دویمه درجه نسلونو ووېشي.

د نویو پېړیو په راتګ دا طلسم مات شو؛ اوس تاریخ خپلې سینې ته د زده کړو او پوهې پر بنسټ او د مډرنیت پر مټ نوي شیان او نوی نسل سپاري؛ خو په هېواد کې تاریخي، هویتي روایتونو او اوږدو جګړو دا کار له خنډ سره مخ کړی دی. تر ډېره په دې برخو کې بدلونونه نه لیدل کېدل. په وروستیو کلونو کې له دې نسل سره تبعیضي چلند دا کار لا زیات کړی دی.

په هېواد کې ايډیولژیک او قومي کېدو، جګړو، تاوتریخوالي او غچونو سیاست ته لاره پیدا کړې ده. په افغانستان کې ورته حالت تر ډېره د شوروي اتحاد تر وتو وروسته رامنځته شوی دی، چې په پایله کې یې د جګړو او وینو میدانونه ګرم شول. له هغې وروسته د جهاد او مقاومت وخت راغی، چې ورسره سم یې تنظیمي جګړې پیل شوې او په دې وخت کې هم ځوانانو خپل ځای پیدا نه کړ. له دې وروسته د طالبانو رژیم ته لاره هواره شوه، چې د نظام تر پایه یې خلک سنګرونو ته وهڅول او پر خلکو یې د دوی له نظر سره سم یې پر ځوانانو خپل قواعد عملي کول او دا نظریه تر اوسه لا شته.

د طالبانو تر دورې راوروسته په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشول. ځوانانو په زده کړو، سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي برخه کې یې ځانونه ورسول پخوانۍ پردې وشلېدې، ځوانان اوس د هېواد اغېزمن وګړي دي. دوی د وړ لارو پر مټ ځانونه وړ پوړیو ته ورسول او ویې ښوده، چې د افغانستان پرمختللي او پوه ځوانان دي.

د شمېرنو له مخې د هېواد شپېته سلنه اوسېدونکي ځوانان، چې د نورو کارونو تر څنګ یې د امنیتي ځواکونو صفونه هم پیاوړي کړي دي او د هېواد له جغرافیې او ملي حاکمیت څخه ساتنه کوي، د دې تر څنګ دوی ته په سیاسي ډګر کې هم د پام وړ ونډه ورکړل شوې ده. اوس مهال د هېواد په ادارو کې ماسټران او دوکتوران پر دندو دي، چې دا کار هیله‌بښونکی دي. که څه هم لا په هېواد کې دودونه جاکم دي؛ خو ځوانانوله خپلو وړتیاوو څخه په ګټه خپل برخلیک بدل کړ او دودونه یې مات کړل.

 د ملي وحدت له لاسته راوړنو څخه یې یوه په حکومت کې ځوانانو ته ونډه ورکول دي، د شمېرنو له مخې اوس په دولتي ادارو کې له ۲۵ څخه تر ۳۵کلنو ځوانانو شمېر زیات شوی دی.

په دولت کې د دې نسل زیاتوالی د دې سبب شوی، چې په دې ادارو کې یو بل منل عام کړي او ټولنیز پرېکون له منځه یوسي، تر څو یوې باثباته ټولنې ته لاره هواره شي. تر څنګ یې د دوی په راتګ سره ژبني، فرهنګي او او نور توپیرونه له منځه لاړل. په ټوله کې موږ ویلی شو، چې د ځوانانو په راتګ یوې ډیموکراټيکې، باثباته عادلې ټولنې او هېواد ته لاره برابره شوې ده.