7-06 at 15.30.04

د ننګرهار په کامه کې د ګرځنده کتابتون مسوول الهام یاسیني؛ د هېواد هر ګوټ ته کتاب رسول غواړم

neshananews

07 July 2021

که څه هم په هېواد کې ډېری وګړي له لیک لوست څخه بې برخې دي او د هېواد په ډېرو سیمو کې د ناامنۍ او بېلابېلو ستونزو له امله ښوونځي تړلي دي؛ خو لا هم په هېواد کې داسې وګړي شته، چې خلکو ته د پوهې رسولو په پار یې شپه او ورځ په ځان یوه کړې ده.

الهام یاسیني د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. یاسیني په کامه ولسوالۍ کې د ګڼو فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو تر څنګ د یوه ګرځنده کتابتون مسوول دی. هغه د خپلو فعالیتونو په اړه نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې اووه کاله مخکې یې په کامې ولسوالۍ کې د امان پر نوم د یو لوی کتابتون پرانیستی. د هغه په وینا په دې کتابتون کې  له ۲۵۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰ زرو ټوکو بېلابېل کتابونه پکې موجود و؛ خو بدبختانه چې له کتاب او مطالعې سره د خلکو د نه شوق او علاقې له امله دغه کتابتون او کتابونه د وخت ګردونو د خرابۍ او زړښت له خطر سره مخ کړلو همدا لامل و، چې له الهام یاسیني سره د یو ګرځنده کتابتون د جوړولو فکر پیدا شو او د ‘امان ګرځنده کتابتون’ یې ایجاد کړ.

پوهان د مطالعې ګټې بې شمېره ښيي؛ خو موږ له پوهانو ورهاخوا د یوه داسې کس له خولې د مطالعې په اړه اورو، چې کور پر کور او ښوونځي پر ښوونځي کتابونه ګرځوي. د الهام یاسیني په وینا مطالعه د انسان فکر پراخوي او زموږ د ټولنې خلک باید له مطالعې سره اشنا شي، څو د مطالعې پرمټ د نورې نړۍ د لویو لیکوالو او عالمانو له ګټورو نظریاتو او تجربو څخه برخمن شي، نوموړی وایي:

« امان ګرځنده کتابتون به ښوونځي په ښوونځي ګرځي، د ښوونځي هر زده کوونکي ته به د یوې اونۍ لپاره کتاب ورکوي، یوه اونۍ وروسته به د کتابتون مسؤلین ورځي او د زړو کتابونو پر ځای به پرې نوي کتابونه ویشي، همدا راز وخت ناوخته به د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د دغه کتابونو په هکله تشویقي سیالۍ هم جوړیږي، څو په دغه ډول له مطالعې سره زموږ د ټولنې علاقه زیاته او خلک مطالعې ته تشویق شي.»

ښاغلی یاسیني وايي، چې دی هڅه کوي، د ننګرهار له کامې ولسوالۍ څخه خپل فعالیتونه د هېواد هرې برخې ته ورسوي. هغه وايي، د دغه کتابتون د لا ښې ‎پایلې او پرمختګ لپاره یوه علمي کمېټه هم ټاکلې ده، څو د ټولنې د هر ذوق مطابق له شخصي او دولتي کتابتونونو څخه ادبي، سیاسي، اقتصادي، اسلامي او… کتابونه راټول کړي او بیا یې په راتلونکي کې د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوي او خلک یې له مطالعې څخه برخمن کړي.

الهام یاسیني که څه هم دا مهال له خپل فعالیت او کار څخه راضي او خوشحاله دی؛ خو وایي چې تر دا مهاله یې په دغه برخه کې د توی شوو خولو نتیجه مثبته ده او غواړي چې د خپلې مبارزې خوشبو یې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم محسوس شي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې د یاسیني هڅې به کله نوموړي ته دا اجازه او روحیه ورکوي، چې د هېواد هر ګوټ ته خپل ګرځنده کتابتون ورسوي؛ خو د هغه له خبرو ښکاري، چې نوموړی په دې برخه کې خپلې هیلې رښتیا کول غواړي.