په مزارشریف ښار کې یوې چاودنې یو تن وژلی او درې یې ټپیان کړي
د بلخ سیمهییزو چارواکو منلې، چې د یاد ولایت په مرکز مزارشریف کې د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې ټپیان شوي. د بلخ د پولیسو قومندانۍ ویاد عادل شاه عادل نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې چاودنه نن ۱۰:۲۰ دقیقې تر غرمې مخکې د کابل بانک مخې ته د شپږمې حوزې اړوند شوې.
ښاغلی عادل وايي، چاودېدونکي توکي په یو بایسکل کې ځای پر ځای شوي وو، چې په چاودنه کې یې یو ټیکسي چلوونکی وژل شوی او درې نور ملکي وګړي ټپیان شوي.
ښاغلی عادل طالبان د پېښې لاملین ګڼي؛ خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.