سلګونو پکتیکاوالو د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ وسلې راواخیستې
وروسته تر هغې، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه پیل شول نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) ګڼو پکتیکاوالو وسله پر لاس د نظام ملاتړ کړی. دا خلک، چې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې راټول شوي وايي، اجازه به ور نه کړي، چې کومه ډله اوسني نظام ته زیان ورواړوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د پکتیکا په ګاونډو ولایتونو غزني، زابل او پکتیا کې ناامنۍ زیاتې شوې. په پکتیا کې د ناامنۍ د زیاتېدو له امله نن د سیمهيیزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازی هم ولایت ته تللی دی.
د پکتیکا په دوو نورو ګاونډو ولایتونو زابل او غزني کې هم د طالبانو بریدونه زیات شوي، چې په پایله کې یې د یادوو ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ هم طالبانو نیولې.
د یادونې وړ ده، چې مرکز کابل ته له پکتیکا دوه راغلې لارې، چې یوه یې د غزني له اندړو ولسوالۍ او بله یې د پکتیا له زرمت ولسوالۍ تېرېږي دواړه ناامني او ځينې برخې یې د طالبانو له خوا پر ماینونو پوښل شوې دي. پکتیکاوالو ته د دې لارو بندېدو ګڼې ستونزې جوړې کړې.