شهرزاد اکبر دو

شهرزاد اکبر: په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنو پړه د طالبانو پر غاړه ده

neshananews

04 May 2021

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وایي، چې د عامو افغانانو د وژنو دوام د طالبانو پر غاړه دی.
اغلې اکبر نن (سه شنبه، د غویي څورلسمه) پر خپله ټوېټرپاڼه د عامو افغانانو د وژنو زیاتوالی غندلی. هغې د هلمند بېځایه شویو ته په اشاره ویلي، چې روان وضعیت د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ته زمینه برابره کړې.
اغلې اکبر وایي؛ د سولې له ګڼو هڅو سره، سره په افغانستان کې د ملکي وګړو وژنه روانه ده، چې مسوولین یې طالبان دي.
د نوموړې په وینا طالبان له افغان دولت سره له خبرو ډډه کوي، چې دا چاره د جګړې او تاوتریخوالي د دوام لامل شوې.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې له طالبانو غوښتي، چې له جګړې لاس واخلي او له افغان دولت سره سوله وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو نښتي ډېرې شوې، چې ورسره عامو وګړو ته هم زیات زیان اوښتی.