طالبان--

طالبانو ته درانه زیانونه؛ په ۱۳ ولایتونو کې ۲۲۱ طالبان وژل شوي

neshananews

24 June 2021

ملي دفاع وزارت وايي، ‎په تېرو ۲۴ ساعتونو د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۲۲۱ طالب جنګیالي وژل شوي دي. یاد وزارت نن چهارشنبه (د چنګاښ ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا طالبان په کونړ، غزني، کندهار، ارزگان، زابل، فراه، غور، بلخ، فاریاب، هلمند، نیمروز او بدخشان کې وژل شوي.

د خبرپاڼې په خبره په دې بریدونو کې ۸۸ نور طالبان ټپیان شوي هم دي‎.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملي دفاع وزارت داسې وخت د هېواد په ۱۳ ولایتونو طالبانو ته د اوښتي درانه زیان خبر ورکړی، چې په وروستیو کې طالبانو پر ولسوالیو بریدونه زیات کړي؛ خو په تېرو څو ورځو کې ولسي پاڅونونو دا بریدونه یو څه راکم کړي دي.