طالبان-400x250 (1)

طالبانو په بلخ کې د یو ساختماني شرکت ۷ کارکوونکي تښتولي

neshananews

24 October 2020

په بلخ کې امنیتي چارواکي وایي، طالبانو په یاد ولایت کې د یوه ساختماني شرکت اووه کارکوونکي تښتولي.

د بلخ د پولیسو قومنداني په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ګلکسي سکای ساختماني شرکت دا کارکوونکي د نهرشاهي ولسوالۍ اړوند په لنګرخانه سیمه کې تښتول شوي دي. د دوی په وینا دې شرکت طالبانو ته مالیه نه وه ورکړې؛ نو ځکه تښتول شوي.

د بلخ امنیتي چارواکي وایي، دوی هڅه کوي، چې دا کارکوونکي راخلاص کړي؛ خو نه پوهېږي چې طالبانو به دا کارکوونکي کوم ځای ته لېږدولي وي. بل خوا دوی وایي، ښایي طالبانو دا کسان د نهرشاهي کمپیرک سیمې ته لېږدولي وي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې ګلکسي سکای شرکت د کان کیندنې په برخه کې هم کار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په خپلو تر واک لاندې سیمو کې له شرکتونو مالیه اخلي؛ خو دا شرکتونه د طالبانو دا کار باج اخیستنه بولي.