خروج نیروهای خارجی

طالبان ګاونډیو هېوادونو ته: اجازه مه ورکوئ، چې امریکايان مو په خاوره کې ځای پر ځای شي

neshananews

26 May 2021

طالبانو په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا او ناټو ځواکونو ځای پر ځای کېدو ته په اشارې ویلي، چې ګاونډي هېوادونه باید په خپلو سیمو کې د امریکايي او ناټو د ځای پر ځای کېدو مخه ونیسي. د طالبانو رسمي سایټ نن(چهارشنبه، د غبرګولي پنځمه) په یوه خبرپاڼه کې په ګاونډیو هېوادونو کې د بهرنیو ځواکونو پر ځای پر ځای کېدو نیوکه کړې.
د یادې ډلې په خبرپاڼه کې راغلي، چې بهرني ځواکونو په سیمه کې د جګړې لامل دي؛ نو ځکه باید ګاونډیان دوی ته ځای ور نه کړي. د خبرپاڼې پر بنسټ که امریکایان په ګاونډيو هېوادونو کې ځای پر ځای شي یاده ډله به يې پر وړاندې غلې پاتې نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځینې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په پاکستان کې ځای پر ځای شوي. پر پوله پرتو سرچینو هم رسنیو ته تایید کړې، چې امریکایان ډېورنډ ته څېرمه پر نظامي اډو جوړولو بوخت دي.
امریکا او پاکستان په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.