لویه څارنوالي: په تېرو دریو کلونو کې په هېواد کې د جنسي تېري ۵۶۹ پېښې ثبت شوې
لویه څارنوالي وايي، په تېرو دریو کلونو کې په هېواد کې د جنسي تېري ۵۶۹ پېښې ثبت شوې.
د لویې څانوالۍ ویاند جشمېد رسولي نن (سهشنبه، د لړم ۶) په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې له دې قضیو څخه یې ډېرې په کابل، هرات او بلخ کې ثبت شوې. د هغه په وینا ۱۹۵قضیې په ۱۳۹۷، ۲۰۱ په ۱۳۹۸ کال کې او ۱۷۳ قضیې په ۱۳۹۹ کال کې ثبت شوې.
ښاغلی رسولي وايي، دا قضیې ټولې څېړل شوې او لاملین یې مجازات شوي. ښاغلی رسولي همداراز وايي، چې په روان کال کې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر دریو زرو زیاتې قضیې ثبت شوې، چې اړوند یې ۲۶۷ تنه مجازات شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې ډېرې ورته قضیې د فرهنګي مسایلو له مخې په دولتي بنسټونو کې نه ثبتېږي.