5656

په ننګرهار کې به ۵۴ مېرمنو ته د شال اوبدنې زده‌کړې ورکړل شي

neshananews

14 July 2021

د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په کډۍ سیمه کې د دوو ښځینه استادانو له لوري ۵۴ مېرمنو ته د شال اوبدنې کسب د زده کړې کورس پیل شوی.

دا کورس چې د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو له خوا نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲۳مه) رسماً پرانیستل شو، پکې هرې مېرمنې ته کاري وسایل او توکي وویشل شو. د  چارواکو په وینا دا کورس به په راتلونکو شپږ میاشتو کې تکمیل او ډېرو جینکیو ته به په کورني اقتصاد کې د برخه اخیستو سبب شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې تر ډېره مېرمنې په اقتصادي فعالیتونو کې داخلې نه وي؛ خو په وروستیو کې هڅې روانې دي، چې د هېواد مېرمنې له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا شي.