خشونت-علیه-زنان-400x250

لویه څارنوالي: په تېرو نهو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۸۸ قضیې ثبت شوې

neshananews

01 October 2020

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن(پنجشنبه، تله،۱۰) په کابل کې یوې خبرې ناستې ته ویلي، چې په تېرو نهو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۸۸ قضیې ثبت شوې.

 ښاغلی رسولي وايي، چې ثبت شوې قضیې د جنسي تېري، وهلو ټکولو، په زوره ودونو، د خپلو مالونو د واک اخیستو، ټپي کېدو او نورو دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند وايي، چې په دې قضیو کې ۱۱۰۰ د وهلو ټکولو او ۱۷۳ د جنسي تېري قضیې شاملې دي. هغه زیاته کړه، دا قضیې ۶۶۲ د کابل، ۲۵۶ د بلخ، ۲۰۸ د دایکندي او نورې یې د بېلابېلو ولایتونو اړوندې دي.

په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتې قضیې په عدلي او قضايي ارګانونو کې نه ثبتېږي. دا قضیې زیاتې په کلیو کې د مشرانو او نورو مخورو له لوري حل کېږي.

د لویې څارنوالۍ مسوولین وايي له دې شمېر څخه ښکاري، چې په وروستیو کې عدلي او قضایي ارګانونو ته د ښځو لاسرسی زیات شوی دی.