عبدالمنان نیازی

ملا عبدالمنان نیازي په هرات کې ټپي شوی

neshananews

12 May 2021

په هرات کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په یاد ولایت کې د طالبانو د ډلې یو بېل شوی مشر ملا عبدالمنان نیازی په هرات کې ټپي شوی او د هرات په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د هرات له عامې روغتیا ریاست څخه یوې سرچینې د نوم د نه ښودو په شرط نشانه خبري اژانس ته تایید کړې، چې نیازی تېره شپه (چهارشنبه، د غويي ۲۲مه) د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې ټپي شوی. د سرچینې په وینا ملا منان نیازی د یوه طالب جنګیالي له لوري په لېزري وسله ویشتل شوی او ټپي شوی دی. دا سرچینه وايي، ملا منان اوسمهال په هرات کې په یوه شخصي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د هرات سیمه‌ییزو چارواکو او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ملا عبدالمنان نیازی د طالبانو یو بېل شوی قومندان دی، چې د هېواد په لوېدیځ کې نفوذ لري. هغه په ۱۳۹۴ کال کې د ملا منصور رهبري و نه منله او په مستقیمه بڼه یې د هېواد په لوېدیځ کې جګړه پیل کړه.