ملي امنیت شورا: په تېرو ۷ ورځو کې د طالبانو په بریدونو کې ۶۳ ملکي وګړي وژل شوي
ملي امنیت شورا وایي، په تېرو اوو ورځو کې د طالبانو په بریدونو کې ۶۳ ملکي وګړي وژل شوي.
د ملي امنیت شورا ویاند رحمتالله اندړ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دا هېواوال د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې وژل شوي دي. د اندړ په وینا په دې بریدونو کې ۱۲۶ نور ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.
د ملي امنیت شورا ویاند وایي، طالبان په خپلو بریدونو کې د ملکي وګړو خیال نه ساتي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په هېواد کې بریدونه تر څنګ یې مقناطیسي او د سړک غاړې ماین چاودنې زیاتې شوې.