نیروهای امنیت ملی

ملي امنیت په هرات کې پر دولتي تاسیساتو د طالبانو د برید مخه نیولې

neshananews

03 June 2021

د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، په هرات کې یې هغه ډله نیولې چې پر دولتي ودانیو د برید نیت یې درلود.
ملي امنیت عمومي ریاست نن (پنجشنبه، د غبرګولي ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په شمال کې یې د طالبانو د بریدونو مسوول مولوي کریم او بل مهم غړی عبدالحلیم نیولي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ د طالبانو دې خطرناکو غړو غوښتل په هرات کې دولتي تاسیساتو ته چاودنه ورکړي.
ملي امنیت وایی دې کسانو تر دې مخکې هم د دولتي کارمندانو په ترور، بمي بریدونو او نورو کې لوی لاس درلود.
د خبرپاڼې پر بنسټ له دې سره په هرات کې د طالبانو د یوه لوی برید مخه نیول شوې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هرات د هېواد په لوېدیځ کې نسبتا امن ولایت دی، چې په ځینو ولسوالیو کې یې طالبان کړنې تر سره کوي.