ملي دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۵ طالبان وژل شوي
د هېواد د ملي دفاع وزارت نن یکشنبه (د زمري ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو په نښتو کې ۱۷۵ طالبان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان شوي.
ملي دفاع وزارت وايي، دا طالب جنګیالي د هېواد په څوارلسو ولایتونو؛ ننګرهار، پکتیکا، لوګر، غزني، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، هلمند، بدخشان، کندوز او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې زیاتوي، چې په نښتو او بریدونو کې د وسلوالو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
ملي دفاع وزارت همداراز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹ بېلابېل ډول ماینونو، د شنډولو خبر هم ورکړی.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.