نادر نادري: د دولت او طالبانو د اړیکو ډلې نن له یو بل سره ګوري
په قطر کې د افغان مرکچي پلاوي ویاند، نادر نادري وایي، چې نن مازدیګر به د افغان دولت او طالبانو د اړیکو ډلې یو له بل سره ګوري او پر اختلافي مسایلو به بحث وکړي.
ښاغلی نادري وایي، چې بحث به د دولت او طالبانو د پلاوو تر منځ پر مخامخ خبرو وي.
ښاغلی نادري وایي، چې دولتي پلاوی هڅه کوي، چې خبرو ته واضیح تګلاره وټاکي.
د یادونې وړ ده، چې افغان دولت په خبرو کې اوربند ته لومړیتوب ورکړی او هڅه کوي، چې طالبان دا غوښتنه ومني.
ویل کېږي د بین الافغاني خبرو له پیل سره بیا هم د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د خبرو پر څرنګوالي هوکړه نه ده شوې.
د دراپورونو پر بنسټ د دواړو غاړو تر منځ اختلاف د حنفي فقهې او له لړ نورو مسایلو دی.