نادر نادري: د طالبانو او دولت مرکچي پلاوو د اړیکو ډلې د خبرو پر څرنګوالي هوکړه کړې
د دوحې په ناستو کې د دولت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري وایي، د طالبانو او دولت د مرکچي پلاوي د اړیکو ډلې په دویمه ناسته کې د خبرو پر څرنګوالي هوکړه کړې.
ښاغلي نادري نن (سه شنبه، وږی، ۲۵) په یوه وېډیویي کلیپ کې ویلي، چې د دواړو غاړو د اړیکو ډلو تر منځ ناسته پرون ورځ ناوخته شوې. د نوموړي په وینا دواړو لورو د ناستو پر څرنګوالي بحث کړی، چې په راتلونکو غونډو کې به په ډاګه شي.
د یادونې وړ ده، چې د قطر لومړۍ ناسته دوه ورځې مخکې تر سره شوه، چې د پاتې غونډو لپاره یې د دواړو لوریو تر منځ د اړیکو ډلې ټاکل شوې دي.
که څه هم ټاکل شوې وه پرون د دواړو غاړو د مرکچي پلاوو تر منځ خبرې وشي؛ خو ښکاري، چې دا خبرې ځنډېدلې.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې لومړۍ اجنډا به د دولت او طالبانو تر منځ ټولمنلی اوربند وي.