9-98-78

نامتو نثرلیکوال نصیراحمد احمدي د ژوند پور پرې کړ

neshananews

11 July 2021

د پښتو ژبې نامتو ناول او کیسه لیکوال نصیراحمد احمدي د کرونا وبا له امله وفات شو. ښاغلی احمدي، چې له تېرو شاوخوا دوو اوونیو څخه له کرونا وبا څخه ځورېده تېر ماښام شنبه (د چنګاښ ۱۹مه) په کابل کې مړ شو.

د پښتو کیسې او ناول دا شهکار لیکوال په ۱۳۵۳ لمریز کال د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې زېږېدلی و. نوموړی خپل ذوق لیکوالۍ ته وهڅاوه او په ۱۳۸۳ کال کې یې د لنډو کیسو یوه ټولګه (سړه سېلۍ) چاپ کړه.

تر هغې وروسته یې ګڼ ناولونه او څه د لنډو کیسو ټولګې پر پښتو ولیکلې، چې په لنډ وخت کې یې بېساري مینوال یې پیدا کړل. تر دې، چې د کرونا وژونکې وبا د ښاغلې احمدي قلم د تل لپاره وچ کړ.