56756776

وچکالي او جګړه؛ په جوزجان کې د کرنیزو حاصلاتو د کمښت دوه لوی لاملونه

neshananews

28 July 2021

په جوزجان کې جګړه او وچکالي دوه هغه بنسټیز لاملونه دي، چې په یاد ولایت کې یې کرنیزو حاصلاتو ته لوی زیان اړولی او له امله یې په جوزجان کې د غنمو، خټکو، هندواڼو او شفتالو حاصلاتو راکم شوي. په جوزجان کې کروندګر وايي، جګړې او وچکالۍ د دوی د یوه کال خواري پر اوبو وړې.

په یاد ولایت کې کروندګر د جګړو له امله نه شي کولای، چې خپل حاصلات د خرڅلاو په موخه له جوزجان څخه وباسي په داسې حال کې، چې پخوا به د جوزجان هندواڼې هرات او کابل ته وړل کېدې.

په جوزجان کې یوه کروندګر غلام فاروق نشانه خبري اژانس ته ووویل؛ په جوزجان کې جګړې او وچکالي د دوی د کروندو حاصلات راکم کړي دي. فاروق وايي، د جګړې تر څنګ د هوا ګرمښت هم د دې سبب شوی، چې مېوې یې خرابې شي او د جګړې له امله نه شي کولای، چې خپل حاصلات له ښاره بهر د خرڅلاو لپاره ولېږدوي.

د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالي د سالتق او شکرک‌بازاز یو بزګر امان الله میراب بیا د اوبو له کمښته سر ټکوي. د هغه په وینا په روان کال کې تر وخت مخکې وچکالي د دوی کرلي خټکي خراب کړي دي.

د سالتق خټکي د ښه خوند له امله په شمال کې نامتو خټکي دي. امان الله وايي، هر کال په پورته یادو دوو کلیو کې پر ۴۰۰ جریبه ځمکه خټکي کرل کېږي. هغه وايي، د سیمې کروندګر د باران په تمه ځمکې کري؛ خو سږ کال اسمان ورسره یاري و نه کړه. امان الله ۴۰جرییه ځمکه کرلې؛ خو وايي په روان کال کې يې ځمکو ښه حاصل نه دی ورکړی.

بل خوا د شبرغان په شورتیپه کې د حشمت الله پر نوم یوه کروندګر د جګړې د شدت له امله خپله سیمه پرېیښې ده. هغه وايي، غنم یې کرلي وو؛ خو کروندې یې د جګړې پر مهال اور اخیستی او سوځېدلې ده. د حشمت الله پر سلګونه جریبه ځمکه کرل شوي غنم د اور خوراک شوي. د هغه په وینا تر اوسه یې له روانې جګړې وراوښتی زیان نه دی جبران کړی.

 یو شمېر نور باغ لرونکي بیا د شفتالو له کمښته سر ټکوي. د دوی په وینا په ۱۳۹۹ کال کې د دوی شفتالو د سړې هوا له امله خراب شوي.

د جوزجان ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست سرپرست شفیق‌الله تلاش هم مني، چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په جوزجان کې کروندګرو له یوه هکټار ځمکې څخه ۱۷ ټنه خټکي اخستي وو، په داسې حال کې، چې سږ کال له دومره ځمکو تر ۱۶ ټنه هم کم د خټکیو حاصلات اخیستل شوي.

ښاغلی تلاش هم د حاصلاتو د کمښت لامل جګړه او وچکالي ښيي. د هغه په وینا د کرل شویو ځمکو ډېره برخه د اقچې په پنځګونو ولسوالیو کې ده، چې اوس د طالبانو تر واک لاندې دي.

شفیق‌الله تلاش وايي، ځينو کروندګرو خپلې سیمې پرېیښې او حاصلات یې نابود شوي دي. تلاش د جوزجان په حاصلاتو کې کمښت دېرش سلنه ښيي. د هغه په وینا په جوزجان کې په زر جریبه ځمکه کې د شفتالو باغونه دي. د نوموړي په خبره د ۱۳۹۹یخونو هم د باغونو حاصلات راکم کړي وو.

د جوزجان د کرنې، اوبو لګوبو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، دوی د جګړې له امله نه دي توانېدلي، سږ کال په جوزجان کې د حاصلاتو دقیق شمېر معلوم کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جوزجان د کډوالو ریاست وايي، په تېره میاشت کې پنځه‌زره کورنۍ د طالبانو له تر واک لاندې سیمو شبرغان ښار ته کډه شوې، چې له دوی څخه یې ډېر کروندګر دي.