په ارزګان کې امنیتي ځواکونو پرمختګ کړی
د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، په ارزګان ولايت کې پوليسو پرمختګ کړی دی.
دارزګان ولایت امنیه قومندان جنرال محمدعظیم هاشمي نن يکشنبه ( زمري ۱۰) رسنيو ته ویلي، افغان ځواکونو په ارزګان ولايت کې پرمختګ کړی.
هاشمي ویلي، تېره شپه د ارزګان ولايت په دوهمه امنيتې حوزه کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې وه، چې يو طالب پکې وژل شوی او بل ژوندی نیول شوی دی.
د هاشمي په خبره افغان ځواکونو ته دوه موټرسایکلونه، دوې مخابرې او يو ميل کلاشینکوف په لاس ورغلي دي.
وسلوالو طالبانو اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.