ولسی

په ارزګان کې د طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅون شوی

neshananews

24 June 2021

د ارزګان سلګونو اوسېدونکو د طالبانو په وړاندي وسله پورته کړې. نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) د ارزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې سلګونو خلګو چې د افغانستان ملي بیرغ يې په لاسونو کي وو  د نظام د بقا په خاطر د شعارونو تر څنګ د طالبانو په وړاندي د پاڅون اعلان وکړ.

په دغه پاڅون کې ديني عالمان، قومي مخور او ځوانان وه راټول شوي، چې د افغانستان له اسلامي جمهوريت او اوسني نظام څخه يې د ملاتړ اعلان کړی. پاڅوان وايي، هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې په هېواد کې حاکم نظام ړنګ کړي.

د یادونې وړ ده، چې  ورته پاڅونونه په يو شمېرنورو ولايتونو هم ترسره شوي، چې طالب وسلوالو یې تېره ورځ په غبرګون کې په يوه اعلاميه کې لیکلي؛ له هغو خلګو سره به سخت چلند وکړي چې د دوی په وړاندې پاڅېدلي دي.