په ارزګان کې ۳۵ وسلوالو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې
حکومتي چارواکي وايي، په ارزګان کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۳۵ وسلوالو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې.
د ارزګان له امنيه قومندانۍ څخه نن چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) په يوه راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ افغان ګډو ځواکون د ارزګان ولايت د مرکز ترينکوټ په نچين سېمه کې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې د هوايي او ځمکنيو بريدونو لړۍ پیل کړې.
د خبرپاڼې له قوله په دغه بریدونو کې ۱۴وسلوال طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو له لوري یو کیندل شوی تونل هم له منځه وړل شوی.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.